واشنګټن ایکزماینر:

که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د رسمیت پېژندلو مسئله یې له خطر سره مخ کېږي

9 حمل 1401 ساعت 8:07

واشنګټن ایکزماینر که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د رسمیت پېژندلو مسئله یې له خطر سره مخ کوي.


واشنګټن ایکزماینر که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د رسمیت پېژندلو مسئله یې له خطر سره مخ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل، پر ښځینه وو د نوو محدودیتونو وضع کول او د جامو او ظاهري سمبالښت په اړه سپارښتنې کول هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د حکومت پر وړاندې پوښتنې ډېرې کړې دي.

په تحلیل کې ویل شوي، که افغان حکومت په ورته اقداماتو لاس پورې کوي نو د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو مسئله له خطر سره مخ کوي او دا چاره به د افغانستان لپاره سختې پایلې ولري.

سرچینه دغه راز وایي، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او د پرمختګ لپاره پر دې ژمنو عمل ضرور دی، ځکه ددغه حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله د همدې ژمنو په عملي کېدو پورې تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې هم خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل ټینګار کړي، چې دوی د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې هڅه کې دي چې افغانان د هوسا ژوند خاوندان شي.

ده یو ځل بیا ویلي، افغان لوری خپله دغه پرېکړه نه شي توجیه کولی او ښه به وي چې د زرګونه نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، له دې پرته به روان اقدامات د افغانستان لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.

د یادونې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com