واشنګټن ایکزماینر که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د رسمیت پېژندلو مسئله یې له خطر سره مخ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل، پر ښځینه وو د نوو محدودیتونو وضع کول او د جامو او ظاهري سمبالښت په اړه سپارښتنې کول هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د حکومت پر وړاندې پوښتنې ډېرې کړې دي.
په تحلیل کې ویل شوي، که افغان حکومت په ورته اقداماتو لاس پورې کوي نو د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو مسئله له خطر سره مخ کوي او دا چاره به د افغانستان لپاره سختې پایلې ولري.
سرچینه دغه راز وایي، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او د پرمختګ لپاره پر دې ژمنو عمل ضرور دی، ځکه ددغه حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله د همدې ژمنو په عملي کېدو پورې تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې هم خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل ټینګار کړي، چې دوی د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې هڅه کې دي چې افغانان د هوسا ژوند خاوندان شي.
ده یو ځل بیا ویلي، افغان لوری خپله دغه پرېکړه نه شي توجیه کولی او ښه به وي چې د زرګونه نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، له دې پرته به روان اقدامات د افغانستان لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.
د یادونې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
جمهورخبري آژانس:کابل