په بشري او د بېړنیو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او همغږه کوونکي مارټین ګریفیتس په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګریفیټس پرون دوشنبې د کب ۸ مه څو ټویټونو کې ویلي، افغانستان ته یې سفر پرون په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي له روغتون څخه په کتنې پیل کړ.
نوموړي زیاته کړې، په دغه روغتون کې یې د څو ماشومانو له رنځه ډک حالت پرې دومره اغېز کړی چې په الفاظو یې نه شي بیانولی.
ګرېفیټس وايي، دوه نوي زېږېدلي ماشومان چې په یوه شیشه یي مخصوص صندوق کې پراته و، له سختې خوارځواکۍ کړېدل.
د هغه په وینا یوه مور چې مخکې یې دوه ماشومان د خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړي ولیده چې پر سختې خوارځواکۍ اخته خپل بل ماشوم په غېږ کې لېږدوي.
دی وايي، د دې روغتون کارکونکو ورته ویلي چې یوازې پرون درې نوي زېږېدلي ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شول.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته کېدونکو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل