خلیلزاد بیا رامخ ته شوی، له باجوه سره پر افغانستان غږېدلی

13 حمل 1401 ساعت 9:13

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، خلیلزاد په  اسلام اباد امنیتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد  ته ورغلی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې ورته استولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com