په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کر او قاچاق بندیز ولګېده

14 حمل 1401 ساعت 11:29

د افغانستان د اسلامي امارت مشر امیر ملا هیبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.


د افغانستان د اسلامي امارت مشر امیر ملا هیبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د وري۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.

فرمان کې راغلي«د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع دی او هېڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي... دې د فر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبېږي او مجازات کېږي به.»

په فرمان کې ویل شوي که چېرې هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کېږي او په خبره یې له سرغړونکي سره به یې د« اسلامي شریعت» له مخې چلند کېږي.

دغه راز په فرمان کې د الکولي مشروباتو، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا او چرسو په ګډون د نورو نیشه موادو پر استعمال، انتقال پېر او پلور باندې هم بندیز لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149339

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149339/

جمهور
  https://www.jomhornews.com