د جوماتونو پر لوډسپيکرونو بندیزونه د خلکو له هرکلي سره مخ شول

16 حمل 1401 ساعت 9:42

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په یوه تازه پرېکړه کې د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه کوي، چې د سهار او ماښام آذانونونه پر یوه وخت وکړي.


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په یوه تازه پرېکړه کې د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه کوي، چې د سهار او ماښام آذانونونه پر یوه وخت وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زار وزارت دا ټینګار هم کړي، چې له دې وروسته دې د پيشلمي پر مهال د جوماتونو پر لوډسپیکرونو تلاوت، نعتونه او ترانې هم نه غږول کېږي.

حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی دی چې که چېرته کوم چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د یاد وزارت دغه پرېکړه او اقدام د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی  ویلي، چې تر اوسه په هر وخت کې له لوډسپیکرونو څخه په لوړ غږ نشراتو خلکو، په خاص ډول ناروغانو او د روژې له کبله بې خوبه شویو خلکو ته مزاحمت و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com