ملګري ملتونه:

نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان له بشري بحران څخه وژغوري

20 حمل 1401 ساعت 9:33

ملګري ملتونه وایي، نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.


ملګري ملتونه وایي، نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان پر وېبپاڼه خپاره شوي راپور کې راغلي، نړۍ د اوکراین پر مسئله بوخته ده، خو دوی یې یو ځل بیا پام افغانستان ته را اړوي او ترې غواړي چې دلته بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

په معلوماتو کې ویل شوي، په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې دا د نړۍ په کچه له لوږې سره د مخ کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او په دې توګه به یې د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی کړی وي.

دغه ادارې په خپلو وروستیو هڅو کې له افغانستان سره د شاوخوا ۲،۵ میلیاردو ډالرو مرستې راټولولو خبر هم ورکړی خو وایي دا کافي نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com