۰
ملګري ملتونه:

نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان له بشري بحران څخه وژغوري

شنبی ۲۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۳
ملګري ملتونه وایي، نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان له بشري بحران څخه وژغوري
ملګري ملتونه وایي، نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان پر وېبپاڼه خپاره شوي راپور کې راغلي، نړۍ د اوکراین پر مسئله بوخته ده، خو دوی یې یو ځل بیا پام افغانستان ته را اړوي او ترې غواړي چې دلته بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

په معلوماتو کې ویل شوي، په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې دا د نړۍ په کچه له لوږې سره د مخ کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او په دې توګه به یې د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی کړی وي.

دغه ادارې په خپلو وروستیو هڅو کې له افغانستان سره د شاوخوا ۲،۵ میلیاردو ډالرو مرستې راټولولو خبر هم ورکړی خو وایي دا کافي نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي