اروپايي پارلمان: طالبان دې د ښوونځیو په اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي

20 حمل 1401 ساعت 9:44

اروپايي پارلمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی او له اسلامي امارت نه یې غوښتي، چې په دې اړه خپله کړې پرېکړه لغوه کړي.


اروپايي پارلمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی او له اسلامي امارت نه یې غوښتي، چې په دې اړه خپله کړې پرېکړه لغوه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي پارلمان په غونډه کې هغه اعلامیې ته رایه ورکړل شوې چې له مخې یې د ښوونځیو تړل کېدل غندلي شوي او هغه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل شوې ده.

د اروپایي پارلمان غړو ویلي، د افغانستان نوی حکومت باید مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي او د دوی بشري حقونه دې تر پښو نه لاندې کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د ښوونځیو تړل کېدل به د افغانستان لپاره ناوړه اقتصادي پایلې ولري او ښایي له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت اړیکې او تعامل پيکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149488

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149488/

جمهور
  https://www.jomhornews.com