اروپايي پارلمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی او له اسلامي امارت نه یې غوښتي، چې په دې اړه خپله کړې پرېکړه لغوه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي پارلمان په غونډه کې هغه اعلامیې ته رایه ورکړل شوې چې له مخې یې د ښوونځیو تړل کېدل غندلي شوي او هغه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل شوې ده.
د اروپایي پارلمان غړو ویلي، د افغانستان نوی حکومت باید مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي او د دوی بشري حقونه دې تر پښو نه لاندې کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د ښوونځیو تړل کېدل به د افغانستان لپاره ناوړه اقتصادي پایلې ولري او ښایي له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت اړیکې او تعامل پيکه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل