کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړی دی

20 حمل 1401 ساعت 13:11

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې چاودنه شوې ده.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی ټکور وايي، دغه چاودنه نن شنبې د وري ۲۰ مه غرمه په یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوو ماین له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې یو نظامي کس ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د ښار د اولې حوزې اړوند پل خشتي جامع جومات او دغه راز شهزاده سرای کې هم چاودنې وشوې، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 149507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com