د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې چاودنه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی ټکور وايي، دغه چاودنه نن شنبې د وري ۲۰ مه غرمه په یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوو ماین له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې یو نظامي کس ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د ښار د اولې حوزې اړوند پل خشتي جامع جومات او دغه راز شهزاده سرای کې هم چاودنې وشوې، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل