تېر کال د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

23 حمل 1401 ساعت 11:00

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، تېر کال له هېواد څخه د ملیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، تېر کال له هېواد څخه د ملیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، تېر کال د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو لپاره ښه کال و او افغان سوداګرو د شاوخوا ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، روان کال هم هڅه کېږي چې د افغان کروندګرو دغه مهم محصول ته په نړیواله کچه بازار موندنه وشي او دوی وکړی شي خپل توکي صادر کړي.

د یادونې ده، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چې تر نورو ډېر جلغوزي پکې تولید شوي دي او همدا راز چین بیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر جلغوزي ورته صادر شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com