د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی

24 حمل 1401 ساعت 11:53

د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي وايي، افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې ‌اعتباره پاسپورټ دی.


د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي وايي، افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې ‌اعتباره پاسپورټ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هینلي په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي.
تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بې‌اعتباره بلل شوي دي.

د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com