د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي وايي، افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هینلي په خپله وېبپاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي.
تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بېاعتباره بلل شوي دي.
د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل