زابل: ترافیکي پېښه کې ۲۰ تنه ټپيان شوي

25 حمل 1401 ساعت 8:58

ځايي چارواکي وايي، زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې د ځينو روغتیايي حالت ښه نه دی.


ځايي چارواکي وايي، زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې د ځينو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د وږی ۲۴ مه ماښام د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د ترافیکو مسوولین وایي، پېښه د یوه بایفور ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده، چې په کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

روغتیایي چارواکي هم د ۲۰  ټپیانو د وروړل کېدو پخلی کړی وايي، په دې ډله کې د شاوخوا ۱۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د زابل د ترافیکو مسوولینو د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه او تر ټاکلې اندازې د ډېرې سپرلۍ لېږدول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com