ځايي چارواکي وايي، زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې د ځينو روغتیايي حالت ښه نه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د وږی ۲۴ مه ماښام د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل د ترافیکو مسوولین وایي، پېښه د یوه بایفور ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده، چې په کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
روغتیایي چارواکي هم د ۲۰ ټپیانو د وروړل کېدو پخلی کړی وايي، په دې ډله کې د شاوخوا ۱۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د زابل د ترافیکو مسوولینو د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه او تر ټاکلې اندازې د ډېرې سپرلۍ لېږدول دي.
جمهورخبري آژانس:کابل