تاجکستان د افغان کډوالو لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي

27 حمل 1401 ساعت 8:47

تاجکستاني چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.


تاجکستاني چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کمپ کې به ګڼې خیمې موجودې وي، چې په هغه کې به پخلنځی، حمام او نور اړین موارد شامل وي.

بلخوا افغان حکومت وايي دوی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه له نړیوالو بنسټونو سره خبرې پيل کړې دي.

د چارواکو په خبره په نږدې ورځو کې به د کډوالو د نړیوالې ادارې، ایران او افغانستان ترمنځ د کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه غونډه وشي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com