۰

تاجکستان د افغان کډوالو لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي

شنبی ۲۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۷
تاجکستاني چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.
تاجکستان د افغان کډوالو لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي
تاجکستاني چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کمپ کې به ګڼې خیمې موجودې وي، چې په هغه کې به پخلنځی، حمام او نور اړین موارد شامل وي.

بلخوا افغان حکومت وايي دوی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه له نړیوالو بنسټونو سره خبرې پيل کړې دي.

د چارواکو په خبره په نږدې ورځو کې به د کډوالو د نړیوالې ادارې، ایران او افغانستان ترمنځ د کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه غونډه وشي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي