متقي: له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي

3 ثور 1401 ساعت 9:29

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سیمې پر هېوادونو غږ کړي، چې د نویو رامنځ ته شویو فرصتونه څخه باید د ټولو په ګټه استفاده وشي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سیمې پر هېوادونو غږ کړي، چې د نویو رامنځ ته شویو فرصتونه څخه باید د ټولو په ګټه استفاده وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متقي دغه څرګندونې د ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو او د ترکنمستان او قرغزستان له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي دغه لیدنه کې د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصاي اتصال خبرې او ټینګار یې کړی، چې له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي.

د مرکزي اسیا سفیرانو او استازو هم په خپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزېټ، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149912

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149912/

جمهور
  https://www.jomhornews.com