۰

ترکیې ۲۲۷ افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي

دوشنبه ۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۹
ترکي رسنیو راپورو ورکړی، د دغه هېواد حکومت ۲۲۷ افغان چې په ناقانونه توګه ترکیې ته ورغلي و تر نیولو وروسته بېرته کابل ته استولي دي.
ترکیې ۲۲۷ افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي
ترکي رسنیو راپورو ورکړی، د دغه هېواد حکومت ۲۲۷ افغان چې په ناقانونه توګه ترکیې ته ورغلي و تر نیولو وروسته بېرته کابل ته استولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنیو ویلي، دغه افغانان د ترکیې له ختیځ ولایت مالاتیا څخه پرون یکشنبې د غوايي ۴ مه په یوه چارتر پرواز کې بېرته کابل ته استول شوي دي.

د مالاتیا د کډوالو د ریاست په خبره د چارټر پروازونو له پيلیدو راهیسې دوی تر دې دمه ۶۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته استولي.

ترکي چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال تر نېول کېدو وروسته لنډ وخت په کمپونو کې ساتي او بیا یې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته استول کېږي.

مالاتیا د ترکیې په ختیځ کې پروت ولایت دی او د کډوالو د توقیف څو مرکزونه یې په ناقانونه افغان پناه غوښتونکو ډک دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي