امریکا او سویډن د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

7 ثور 1401 ساعت 9:28

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له سویډني چارواکو سره پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له سویډني چارواکو سره پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وېسټ او سوېډني چارواکو خبرې تر ډېره پورې له افغانستان سره پر بشري مرستو راڅرخېدې.

راپورونه وايي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې دوی به له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې په هېواد کې پر وروستیو امنیتي پېښو اندېښنه څرګنده شوې او دواړو لورو ویلي چې په یوه اونۍ کې په بېلو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو ترسره کېدل او د ملکي وګړو وژل کېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

امریکا او سویډن دغه بریدونه غندلي او ویلي دي چې خپله خواخوږي له افغانانو سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com