جرمني د افغان کډوالو پر ننوتو محدویت لګوي

17 ثور 1401 ساعت 9:43

د جرمني د کورنیوچارو وزارت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت ولګوي.


د جرمني د کورنیوچارو وزارت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني چاپ دیر شپیګل مجلې پرون جمعه راپور ورکړی، چې د دې پرېکړې په اساس به په کال کې یوازې ۵ زره افغانانو ته جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د جرمني حکومت د اټکل له مخې د تېرکال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۹ زرو په شاوخوا کې افغانان دې هېواد ته ورغلي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com