هند او ایټالیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

18 ثور 1401 ساعت 9:34

راپورونه وايي، د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.


راپورونه وايي، د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي، د افغانستان وضعیت د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په خبره یې دمګړی دلته روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په ورته وخت کې ایټالوي لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د لا پراختیا په برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت شي.

د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به ګډ کار او د نظرونو شریکولو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com