۰

هند او ایټالیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

یکشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۴
راپورونه وايي، د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.
هند او ایټالیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
راپورونه وايي، د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي، د افغانستان وضعیت د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په خبره یې دمګړی دلته روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په ورته وخت کې ایټالوي لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د لا پراختیا په برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت شي.

د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به ګډ کار او د نظرونو شریکولو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي