د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار کې د ګلابو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند ملا مستعین عمري رسنيو ته په استولې پيغام کې ويلي، ګلاب د ننګرهار په اچین، سپین غر او دره نور ولسوالیو کې پر ۵۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي چې سږ کال به ترې تر ۲۵۰ ټنو پورې حاصلات را ټول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سږ کال حاصلات به د تېر هغه په پرتله ۲۰ سلنه ډېر وي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، له هر جريب ځمکې په کلني ډول تر ۷۰۰ کيلوګرامو پورې د ګلاب ګلونه را ټوليدای شي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار له ګلبڼونو را ټول شوي حاصلات د دغه ولايت د عطر جوړولو په دوو فابريکو کې پروسس کيږي او ترې لاس ته راغلي عطر او نور محصولات د پام وړ بيه او بازار لري.
جمهورخبري آژانس:کابل