۰

د ښوونځیو د پرانستل کېدو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده

دوشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۲
د افغانستان د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په خاطر یوه کمېټه جوړه شوې ده.
د ښوونځیو د پرانستل کېدو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده
د افغانستان د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په خاطر یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د دیني علماوو یوه کمېټه جوړه شوې، خو په خبره یې دی ترې خبر نه دی، چې دا کمېټه به په دې برخه کې کله په عملي توګه کار پيلوي.  

نوموړی وايي، دا کمېټه به پرېکړه کوي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د کومو شرایطو له مخې ښوونځیو ته پرېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن دوشنبې د غوايي ۱۹ مه د پوهنې وزارت له چارواکو سره تر لیدنې وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي، چې افغان لوري د ښونځیو د پرانستلو ژمنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې پرون یې د طالبانو د پوهنې وزارت له مسوولینو سره کتلي او په افغانستان کې یې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو موضوع یاده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي