د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په نورستان، کابل، غزني او سرپل ولایتونو کې په زرګونو کورنیو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې تېره اوونۍ یې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې ۱۹۱۱ کورنیو، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څه کم ۱۶۰۰ کورنیو، د غزني په دریمه حصه ولسوالۍ کې له ۱۴ سوه زیاتو کورنیو او د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې نژدې ۶۵۰ کورنیو ته د خوراکې موادو مرستې رسولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي، شاوخوا ۲۳ ملیون وګړي ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل