۰

ننګرهار کې لسګونه داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۸
سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان څانګې لسګونه غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
ننګرهار کې لسګونه داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي
سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان څانګې لسګونه غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر وايي، دغه داعشیان د قومي مخور په هڅو اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې ۶۳ تنه داعش وسله وال اسلامي امارت ته تسلیم شوي او په خپلو تېرو کړنو یې پښېماني ښودلې ده.

ښاغلي بشیر زیاته کړې، چې دغه کسانو ته په مشروط ډول بښنه شوې او که په راتلونکې کې کومه سرغړونه وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست په وینا واک ته د اسلامي امارت د رسېدو راهیسې ننګرهار کې شاوخوا د داعش ۶۰۰ غړي دې ریاست ته تسلیم شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي