یو شمېر امریکايي کارپوهانو تایید کړې، چې اوکراین کې جګړې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ډېر بد اغېز کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کارپوهانو امریکايي روسنیو ته ویلي، چې په اوکراین کې له جګړې سره په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانې بیه لوړه شوې ده چې دې مسئلې پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی.
دغه کارپوهانو زیاته کړې، د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي، یا په لږو پیسو ډېر کار کوي، خو برعکس د خوړو بیه کې لوړوالی راغلی دی.
د دوی په وینا د خوراکي توکو په بیه کې له دېرش تر څلوېښت سلنې ډېروالی راغلی دی، چې دې مسئلې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.
کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اساسي حللارې لټول په کار دي او له دغه هېواد سره باید تعامل ادامه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل