د اوکراین جګړې پر افغانستان بد اغېز کړی دی

20 ثور 1401 ساعت 12:11

یو شمېر امریکايي کارپوهانو تایید کړې، چې اوکراین کې جګړې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ډېر بد اغېز کړی دی.


یو شمېر امریکايي کارپوهانو تایید کړې، چې اوکراین کې جګړې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ډېر بد اغېز کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کارپوهانو امریکايي روسنیو ته ویلي، چې په اوکراین کې له جګړې سره په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانې بیه لوړه شوې ده چې دې مسئلې پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی.

دغه کارپوهانو زیاته کړې، د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي، یا په لږو پیسو ډېر کار کوي، خو برعکس د خوړو بیه کې لوړوالی راغلی دی.

د دوی په وینا د خوراکي توکو په بیه کې له دېرش تر څلوېښت سلنې ډېروالی راغلی دی، چې دې مسئلې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.

کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اساسي حللارې لټول په کار دي او له دغه هېواد سره باید تعامل ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com