۰

مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له استازې سره لیدلي

چهارشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۵
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له استازې سره لیدلي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حنفي او مېرمن لاینز لیدنه پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه ارګ کې شوې او په کې د ملګرو ملتونو د استازولی مرستیال رامز الاکبروف هم شتون درلود.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه وايي، دغه لیدنه کې دواړو لورو د بشري مرستو پر همغږۍ او شفاف وېش ټینګار وکړ.

د ده په وینا مېرمن لاینز د مرستو د همغږۍ او شفاف وېش لپاره د اړونده وزارتونو او ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو تر منځ د یوې ګډې غونډې د جوړېدو وړاندیزو وکړ.

هغې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر باید همغږي او شفافیت لپاره هڅې وشي او په وینا یې ملګري ملتونه کوښښ کوي، چې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې شي.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي حنفي هم د بشري مرستو د همغږۍ او شفاف وېش په رامنځ ته کولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو هڅې ستایلې دي.
 
نوموړي دې ته هم اشارې کړې، چې افغانستان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اړولي چې باید مرستې ورسره وشي.

د اسلامي امارت د رییس الوزا مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دا هم و ویل، چې په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو کښت بند شوی او نړیوال باید له افغان کرونده ګرو سره د بدیل معشیت په برخه کې مرستې وکړي.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي