۰

د امریکا استخباراتو د افغانستان او اوکراین پر ناسم قضاوت اقرار وکړ

چهارشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د امریکا لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د افغانستان او اوکراین په اړه تایید کړه، چې د دغه هېوادونو د حکومتونو په اړه د دوی قضاوت ناسم وو.
د امریکا استخباراتو د افغانستان او اوکراین پر ناسم قضاوت اقرار وکړ
د امریکا لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د افغانستان او اوکراین په اړه تایید کړه، چې د دغه هېوادونو د حکومتونو په اړه د دوی قضاوت ناسم وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استخباراتي چارواکو پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې په دې خبره اقرار وکړ.

د امریکا د سنا مجلس غړو له دغو چارواکو څخه په افغانستان او اوکراین کې د دولتونو د دوام او نه دوام په اړه د هغوی د ناسم قضاوت په اړه پوښتنې وکړې.

له دغو چارواکو څخه همدارنګه په دې اړه هم پوښتنې وشوې چې آیا هغوی داسې اصلاحاتو ته ضرورت لري‌ چې څنګه استخباراتي ادارې د جګړې د کولو لپاره د یو بهرني پوځ وړتیا وارزوي.

د امریکا استخبارات په دې باور وو چې د امریکا له ملاتړ څخه د افغانستان برخمن حکومت کولی شوای د میاشتو لپاره د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د روسیې پوځ به د اوکراین حکومت په اوونیو کې ړنګ کړي چې دواړه ارزونې غلطې ثابتې شوې.

اوس امریکا او غربي متحدین د روسیې په وړاندې د اوکراین د مقاومت په هدف له هغه هیواد سره په عاجله توګه مرستې کوي.

سناتور انګیس کینګ د امریکا د استخباراتي چارواکو رابلل شوې غوندې ته وویل«هغه څه چې موږ له پامه غورځولي وو د اوکراینیانو د جګړې اراده وه  او موږ همدارنګه دا په افغانستان کې هم له پامه غورځولې وو.»

ښاغلي کینګ زیاته کړه، د هغه په باور د جګړې لپاره د ارادې ارزونه د ټانکونو او تسلیحاتو او یا هم نورو مواردو په پرتله ډېره ستونزمنه ده.

خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې استخباراتي ادارې د نظامیانو روحیه او جنګي انګیزه په ژوره توګه و ارزوي او اړوندو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د امریکا د ملي استخباراتي رئیسې اوریل هینس ویلي، د جګړې د ارادې او د جګړې د ظرفت اټکل په یو ځای ستونزمن وو.

دا وايي، د امریکا د ملي استخباراتو شورا چې مشاوران په کې دي د امریکا د استخباراتي اداراتو د فعالیت د دوام د څیړنې په هدف پر دې موضوع څیړنې کوي.

سناتور کینګ په دې غونډه کې وروسته له هغه خپل غږ اوچت کړ چې د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جنرال سکاټ بریر وویل د هغه په باور استخباراتي ادارو "غوره کار" کړی دی.

کینګ وویل«جنرال، څنګه تاسې دا ویلی شي، کله چې موږ ته په روښانه وویل شول چې کیف به په دریو ورځو او ټول اوکراین به په دوو اوونیو کې سقوط وکړي»

د هغه په وینا له وړاندوینو وروسته داسې ویل کیدل چې د امریکا له وتلو وروسته به طالبان د شاوخوا یو کال لپاره پری نښودل شي چې د غرب له ملاتړ څخه برخمن حکومت ړنګ کړي خو د افغانستان جهموري حکومت "دوه اوونۍ دوام وکړ.

دی وايي، آن د کابل حکومت په رسمي ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې د پایته رسیدو مخکې د طالبانو له خوا ړنګ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي