قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، حجاب اجباري نه دی او نجونې د هلکانو په څېر ښوونځیو ته د تګ حق لري.
د
جمهور خبري آژانس له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي چې په وروستیو کې په رسنیو کې د دوی له وروستي فرمان ناسم تعبیر شوی دی.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې حجاب اجباري نه دی او هغه ګنګوسې یې هم رد کړې چې ګواکي دوی د نجونو د زده کړو مخالف دي.
ښاغلي شاهین ویلي، دوی د نجونو د زده کړو لپاره د ښې فضا په برابرولو بوخت دي او دا خبرې ناسمې دي چې د نجونو پر مخ په دایمي توګه د ښوونځيو دروازې تړل کېږي.
تازه د امر بالمعروف وزارت ویاند هم ویلي چې له حجاب یې مقصد یوازې چادري نه ده، بلکې په خبره یې افغاني پړونی او جامې هم په حجاب کې راځي او دا د افغانانو خپل دود دی چې نړیوال باید درناوی ورته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل