۰

افغان حکومت او ایران د سرحدی ستونزو پرهواري خبرې پيل کړې

شنبی ۲۴ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د افغانستان د دفاع وزارت له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایران تر منځ پوله د وخت ناوخت تښتو ستونزو د کمولو په موخه خبرې اترې پیل کړې دي.
افغان حکومت او ایران د سرحدی ستونزو پرهواري خبرې پيل کړې
د افغانستان د دفاع وزارت له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایران تر منځ پوله د وخت ناوخت تښتو ستونزو د کمولو په موخه خبرې اترې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ خبرې د دوغارون- هرات ترمنځ سیمه او په نورو سرحدي ټکو کې د شویو نښتو د څېړنې په هدف د خبرو لومړی پړاو پرون د ایران په سرحدي سیمه تایباد کې پیل کړ.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، په دې مذاکراتو کې د سرحدي کنډکونو لپاره د ځانګړو کسانو د معرفي کولو، د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو د ټینګولو، په راتلونکي کې د خبرو له لارې د ستونزو د حل او همداراز د دریو نورو غونډو پر جوړولو موافقه وشوه.

اعلامیه کې ویل شوي، په دې خبرو کې د دوی له لوري د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز درستیزوال شبیراحمدعثماني او د ایران د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز قاسم رضايي ګډون کړی و.

په ورته وخت د ایران د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز قاسم رضايي ویلي، داعش د افغانستان او ایران ګډ دښمن او د دې ډلې له منځه وړل د دواړو هېوادونو ګډ هدف دی.

نوموړي د سرحدونو د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان او ایران د همکاریو د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه باید د چارو پر سمون او یووالي تمرکز وکړي.

د افغانستان او ایران پر پوله د دریو اونیو مخکې نښتې وروسته له هغه وشوې چې د ایراني چارواکو د ادعا له مخې طالبانو غوښتل په ګډ سرحد کې یو سړک ورغوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي