۰
د اروپايي ټولنې استازۍ:

د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت په داخلي مشروعیت پورې تړلی دی

شنبی ۲۴ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۶
د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په تازه څرګندونو کې ویلي، د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی دی.
د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت په داخلي مشروعیت پورې تړلی دی
د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په تازه څرګندونو کې ویلي، د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید اسلامي امارت بشري حقونه او د ښځو حقونه خوندي کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

نېکلاسن دا هم زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خبرې شوې او پر دې کار روان دی.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، په دې ورستیو ورځو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي