۰

لسګونه میله وسلې، چې پاکستان ته قاچاق کېدلې ونیول شوې

دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو پاکستان ته د لسګونه میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
لسګونه میله وسلې، چې پاکستان ته قاچاق کېدلې ونیول شوې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو پاکستان ته د لسګونه میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن دوشنبې د غوايي ۲۶ مه په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه وسلې او په تړاو یې نیول شوي کسان ښودلي، چې غوښتل یې دغه وسلې پاکستان ته قاچاق کړي.

د وزارت په وینا دغه وسلې د ځانګړو ځواکونو له خوا د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې نیول شوې دي.

په دې وسلو کې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې، یو اېم فور، ۵ اېم ۱۶، یو امریکايي درازکوف، ۳ اېم ۴۹ پیکا، ۴۰ دانې اېم ۴۹ توپک او یوه اندازه مهمات شامل دي.

قرباغ کې یوه امنیتي مسوول مولوي سید رحیم شهاب وايي، دغه  په یوه کور کې وې او کله چې په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای کېدلې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوې.

د وسلو یو قاچاق کوونکی وايي، چې دغه وسلې د شېر محمد په نوم د یوه کس وې خو هغه نه دی نیول شوی.

مولوي شهاب زیاتوي، چې د وسلو د قاچاق په تور د کور خاوند او دوه موټر چلوونکي نیول شوي دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي