د ډله ییز امنیت د سازمان غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې کړي، چې له دغه هېواد سره باید د خپلو پولو امنیت لا ټینګ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان مشرانو چې مشري یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کوله پرېکړه وکړه، چې له افغانستان او نورو هېوادونو سره به د پولو امنیت ټینګوي.
د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان په دغه سرمشریزه کې چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین یې په مسکو کې کوربه و، د دې سازمان د ټولو شپږو غړیو هېوادونو، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکسان مشرانو ګډون کړی و.
په هغې اعلامیه کې چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرون دوشنبې د غوايي ۲۶ مه د مسکو د سرمشريزې په پای کې خپره کړې راغلي، په افغانستان او نورو ځایونو کې خطرناکه وضعیت ته په پام دا سازمان چمتو دی چې د خپلو پولو د امنیت مسئله یقیني کړي.
د قزاقستان ولسمشرقاسم جومارت توقاییف دې سرمشریزې ته ویلي، په افغانستان کې بې ثباته وضعیت د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړیو هېوادونو امنیت ګواښي او دغه سازمان باید احتمالي ګواښونو ته پام وکړي.
د هغه په وینا په افغانستان کې بې ثباته وضعیت او د وسله والو ډلو د فعالیت دوام د دوی د هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.
د ده په باور د ډله ییز امنیت د تړون سازمان باید ټول احمتالي خطرونه په پام کې ونیسي او د منځنۍ آسیا د جنوبي پولو امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم پرون له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنیت خبرې وکړې.
د دغه سازمان غړي هېوادونه پر داسې مهال په افغانستان کې د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي، چې اسلامي امارت وايي، افغانستان کې امنیت ټینګ دی، وضعیت نورمال او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
جمهورخبري آژانس:کابل