ملا عبدالغني برادر متحده عربي اماراتو ته ولاړ

27 ثور 1401 ساعت 9:22

د افغانستان د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد د یوه پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د خلیفه شیخ محمد بن زاید ال نهیان د فاتحې په موخه اوبوظبۍ ته ولاړ.


د افغانستان د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد د یوه پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د خلیفه شیخ محمد بن زاید ال نهیان د فاتحې په موخه اوبوظبۍ ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په هغه انځور کې، چې په خواله رسنیو خپور شوی ښکاري، چې له ښاغلي برادر سره په دغه سفر کې د امارت ځینې نور چارواکي هم ګډون لري.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو مسوولینو هم پر خوله رسنیو د ښاغلي برادر او ورسره پلاوي د سفر تایید کړی ویلي یې دي، چې نوموړی پرون دوشنبې د غوايي ۲۶ مه مازیګر مهال د ابوظبۍ پر لور روان شو.

د یادونې ده، چې د اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان څو ورځې وړاندې د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ او پر ځای یې د هغه ورور د اماراتو ولسمشر شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com