۰

ملا عبدالغني برادر متحده عربي اماراتو ته ولاړ

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۲
د افغانستان د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد د یوه پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د خلیفه شیخ محمد بن زاید ال نهیان د فاتحې په موخه اوبوظبۍ ته ولاړ.
ملا عبدالغني برادر متحده عربي اماراتو ته ولاړ
د افغانستان د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد د یوه پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د خلیفه شیخ محمد بن زاید ال نهیان د فاتحې په موخه اوبوظبۍ ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هغه انځور کې، چې په خواله رسنیو خپور شوی ښکاري، چې له ښاغلي برادر سره په دغه سفر کې د امارت ځینې نور چارواکي هم ګډون لري.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو مسوولینو هم پر خوله رسنیو د ښاغلي برادر او ورسره پلاوي د سفر تایید کړی ویلي یې دي، چې نوموړی پرون دوشنبې د غوايي ۲۶ مه مازیګر مهال د ابوظبۍ پر لور روان شو.

د یادونې ده، چې د اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان څو ورځې وړاندې د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ او پر ځای یې د هغه ورور د اماراتو ولسمشر شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي