اروپايي ټولنې د افغانستان په کندهار ولایت کې د افغان ترک ښوونځي د یوه مدیر پر وژل کېدو خواشني ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن سه شنبې د غوايي ۲۷ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پر ښوونې روزنې او ځوانانو بریدونه د افغانستان په راتلونکې برید دی.
هغه ویلي، چې دوی د کندهار عینو مېنه کې د افغان ترک ښوونځي د وژل شوي مدیر له کورنۍ، دوستانو، همکارانو او زده کوونکو ته تسلیت وايي او پر دغه پېښه غمجن دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ترکیه په وړیا توګه افغانانو ته د زده کړو په برخه کې مرسته کوي او دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي.
د یادونې ده، چې د کندهار عینو مینه کې د افغان ترک ښوونځي مدیر ارشاد احمد درې ورځې وړاندې په همدې سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو کې و وژل شو.
تر اوسه د دغه وژنې علت نه دی معلوم او مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل