نور به بهر ته زړه وسپنې او فلزات نه انتقالېږي

27 ثور 1401 ساعت 10:26

د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پر مخکنۍ پرېکړه، چې بهر ته به هېڅ ډول زړه وسپنه او فلزات نه وړل کېږي یو ځل بیا ټینګار کړی دی.


د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پر مخکنۍ پرېکړه، چې بهر ته به هېڅ ډول زړه وسپنه او فلزات نه وړل کېږي یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اقتصادي کمېسیون مشر او د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ټینګار کړي، چې زړې وسپنې او نور فلزات نه پرېږدي چې بهر ته انتقال شي.

د ښاغلي برادر په مشرۍ پرون دوشنبې د غوایي ۲۶ مه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ویل شوي، چې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې به زړې وسپنې او نور فلزات له سوداګرو د بازار په ورځنۍ بیه اخلي او دغه خام مواد به په هېڅ وجه بهر ته نه انتقالېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 150590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com