د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پر مخکنۍ پرېکړه، چې بهر ته به هېڅ ډول زړه وسپنه او فلزات نه وړل کېږي یو ځل بیا ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اقتصادي کمېسیون مشر او د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ټینګار کړي، چې زړې وسپنې او نور فلزات نه پرېږدي چې بهر ته انتقال شي.
د ښاغلي برادر په مشرۍ پرون دوشنبې د غوایي ۲۶ مه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ویل شوي، چې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې به زړې وسپنې او نور فلزات له سوداګرو د بازار په ورځنۍ بیه اخلي او دغه خام مواد به په هېڅ وجه بهر ته نه انتقالېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل