۰

جاپان کابل کې سفارت پرانیز او د افغان ښوونکو دوه میاشتو معاش ورکوي

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا ویلي چې هېواد یې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
جاپان کابل کې سفارت پرانیز او د افغان ښوونکو دوه میاشتو معاش ورکوي
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا ویلي چې هېواد یې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوکادا دغه راز ویلي، جاپان به د افغانستان له نوي حکومت سره همکاریو ته دوام ورکړي او دغه راز به د اړمنو افغانانو لاسنیوی هم دوامداره وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او سټراټیژي له مرستیال فیض‌الله جلال سره په لیدنه کې کړې دي.

یاد وزارت زیاتوي، د جاپان سفیر د ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکولو او په کابل کې د دې هېواد د سفارت بیاپرانیستلو ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې د جاپان سفیر تر دې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان سره بشري مرستې په دې مانا دي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

اوکادا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم لیدونو کې ویلي و، چې دوی د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په سلا مشورو بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي