۰

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان د ثبات په اړه خبرې اترې کړې دي.
د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان د ثبات په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه خبرې اترې پرون چهارشنبې د غوايي ۲۸ مه په واشنګټن کې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ په همکارۍ، د سیمې د امنیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغانستان د ثبات او د اوکراین څخه په ملاتړ خبرې اترې کړې دي.

دغه راز بلېنکن او بوتو د اوبو او هوا، پانګونې، سوداګرۍ، روغتیا، اقلیمي اقداماتو او نړیوال غذايي امنیت په برخه کې هم د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې دا په پاکستان کې د نوي حکومت د رامنځ ته کېدو څخه وروسته لومړی ځل دی، چې بلاول بوټو زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه امریکا ته په رسمي سفر ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي