۰

نړیوال بانک د افغانستان د روغتیا سکتور سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي

شنبی ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۸
نړیوال بانک د افغانستان د روغتیا سکتور ته ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
نړیوال بانک د افغانستان د روغتیا سکتور سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي
نړیوال بانک د افغانستان د روغتیا سکتور ته ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د نړیوال بانک او د دغه وزارت ترمنځ د جنیوا په غونډه کې د یوه تفاهم لیک له مخې ۱۵۰ میلیونه ډالره روغتیايي مرسته شوې وه.

د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا له سکټور سره دا د نړیوال بانک په زیاته کچه لومړنۍ مرسته ده.

عامې روغتیا وزارت د نړیوال بانک د یادو مرستو هرکلی کړی او د افغانستان د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د افغانستان د روغتیا سیسټم د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ وو او ویلي یې وو چې په دغه هېواد کې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي