د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده د افغانستان او ایران ترمنځ له دوغارون بندر لیدنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، دوی په وروستیو کې له افغانستان سره په مرزي سیمو کې لا ډېر سوداګریز او بندري تاسیسات جوړ کړي چې د دواړو لورو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا په مانا ده.
دغه راز خطیب زاده د اوبو په اړه هم ویلي او خبر یې ورکړی چې په وروستیو کې د دواړو لورو لخوا یو پلاوی د اوبو پر مسئله کار کوي او تمه ده چې افغان لوری د ایران حقابه ورکړي.
ایراني لوري همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل