۰

متقي د ناروې له سفیر سره روغتیايي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې

یکشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ناورې له سفیر انډرس لینډمن سره لیدنه کې پر روغتیايي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.
متقي د ناروې له سفیر سره روغتیايي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ناورې له سفیر انډرس لینډمن سره لیدنه کې پر روغتیايي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون یکشنبې د غوايي ۳۱ مه له لینډمن سره لیدلي او د افغانستان د روان وضعیت پرمختګونو، روغتیايي او اقتصادي ستونزو او بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه د ناروې د سفیر له قوله ویلي، چې افغانستان کې امن او ثبات د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی نو ځکه ناروې هڅه کوي، چې د افغانستان او نور هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه اړیکو جوړولو کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي مقتي هم ټینګار کړی، چې د افغانستان امنیت خورا ښه دی او اوس د دې وخت دی، چې د نړۍ هېوادونه له هرې ممکنه لارې افغانستان سره مرستې او همکارۍ وکړي.

نوموړي د ناروې سفیر ته ویلي، چې د حقیقتونو د اثبات او څرګندولو له پاره له ټولو غواړي، چې راشي د افغانستان وضعیت له نېږدې وڅاري نه دا چې د مغرضو رسنیو او د اسلامي امارت د مخالفانو بې ځایه شایعات د خپل قضاوت بنسټ وبولي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې افغانستان او ناروې باید اړیکې نېږدې وساتي او د همکاریو له لارې د ستونزو په حل کې سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي