۰
متقي:

​​​​​​​اړیکې مو اقتصاد محوره دي، نه غواړو افغانستان د قدرتونو د تقابل مرکز شي

یکشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي، چې دا هېواد د نړیوالو قدرتونو د تقابل مرکز وي.
​​​​​​​اړیکې مو اقتصاد محوره دي، نه غواړو افغانستان د قدرتونو د تقابل مرکز شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي، چې دا هېواد د نړیوالو قدرتونو د تقابل مرکز وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي، چې نن یکشنبې د غبرګولې اوله د اسلامي امارت د دویم مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین مناسبت جوړې شوې غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې اقتصاد محوره دي.
 
د هغه په وینا اوسنی حکومت په سیاسي ډګر کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې لري او همدا اوس د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د طالبانو سیاسي نمایندګۍ خلاصې شوې او کابل ته د بیلابیلو هېوادونو دپلوماتان هم تګ راتګ کوي.

دی وايي، نن افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د ترانزیټ بهترینه لار ده او په سلګونو موټر یوې او بلې خواته ځي، چې دا په خپله یوه لویه لاس ته راوړنه ده.

ښاغلي متقي زیاته کړه، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت اوس مهال د ځینو هیوادونو وضعیت ته چې جګړې پکې نه دي شوي ښه دی.

نوموړي ومنله چې په افغانستان کې اقتصادي «ضعف» رامنځته شوی خو په خبره یې قحطي نه ده رامنځته شوې.
 
امیرخان متقي د خپلو خبرو په دویمه برخه کې د طالبانو سیاسي مخالفینو خطاب کې و ویل، چې د اسلامي امارت غېږ له هېواده وتلو ټولو افغانانو ته خلاصه ده.
 
خو به وینا یې که چیري بیا هم څوک د زور او مخالفت فکر کوي په خبره یې د ملت د «دوکه» کولو کوښښ دې نه کوي، ځکه دا هڅې به یې ځای ونه نیسي.
ده و ویل«موږ هغو هېواد والو ته چي د تشویش له امله له هېواده وتلي خپله غیږ خلاصه کړې، خوکه بیا هم څوک د زور او مخالفت فکر کوي د زړه په غوږو دي واوري چي نه د اتحاد جماهر شوروي د یرغل او توپان وخت دی چي نظام یې ړنګ کړ او نه هم د یولس سپټمبر د نیمي نړۍ د اتلاف او جوش شرایط دي، هسي دې نه ځان خرابوي او نه دي د ملت د دوکه کولو کوښښ کوي.»
 
دغه راز متقي په خپلو خبرو کې د لوېدیځوالو او ځینو رسنیو او بشري حقونو د بنسټونو هغه څرګندونې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې امارت واک ته له رسېدو وروسته سره له دې، چې عمومي عفوه یې کړې، بیا هم د مخکني نظام ځینې کسان وژلي او شکنجه کړي یې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړه، چې تېره ورځ یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره تلېفوني خبرو کې هم هغه ته و ویل، چې په تېرو دریو میاشتو کې د پخواني نظام یو کس هم نه دی شکنجه شوی او نه هم څوک په دې اړه کوم ثبوت لري.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، له هغې ورځې چې امارت واک ته رسېدلی، په ټول هېواد کې یو سیاسي بندي هم شتون نه لري او دا د دښمنانو تبلیغات دي، چې ګڼې امارت له خلکو سره زور زیاتی کوي.

د هغه په وینا همداس او ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او ځینې وړې ستونزې چې شته هغه هم د حل کېدو په درشل کې دي.
ښاغلي مقتي د خپلو خبرو په پای کې هغه ګنګوسې او راپورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګڼې په پنجشېر او انداراب کې جګړې دي، بلکې په وینا یې د افغانستان په هېڅ ګوټ کې هم جګړه نشته او دا یوازې افواهات او تبلیغات دي.

 جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي