د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر زده کړه او د ښځو پر کار ټينګار کړی وايي، د ښځو له ګډون پرته هېواد پرمختګ نه شي کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د غبرګولي ۲ مه کابل کې د مدني حقونو له یو شمېر ښځینه فعالانو سره کتنه کې کړې دي.
د کرزي د مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې ګډون کوونکو د ښځو پر وړاندې پر پرتو ننګونو خبرې وکړې کار او زده کړو ته یې د ښځو پر بیا ګرځېدو ټینګار وکړ.
سرچنیه زیاتوي، په ورته وخت کې پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي هم ټینګار وکړ، چې د ژوند په هر ډګر کې له ملي مشارکت او د ښځو له فعال حضور څخه پرته د هېوادونو پرمختګ ناشونی دی.
حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر وړاندې د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو پر ګرځېدو ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل